تبليغاتX
هیله
 
دافغان ښوځوانانو د ملي ټولني لمړني خپلواكه ،ادبي ،كلتوري او فرهنګي خپرونه
 
دهلمند سربيره په هيواد كي دروانو ټولټاكنو لپاره خبري تودي رواني دي چي پكي هره ورځ يي اورو چي ډيري كسانوله يوه نه يوه نوماند څخه ملاتړ اعلانوي  ددي سربيره يوشمير دولسمشريو كانديدانو لپاره په هيواد كي دروانوټولټاكنو لپاره كمپاينونه  په دولتي ودانيو كي ډ يرتاوده روان وي چي  پكي  كله ناكله ددولتي ادارو ريسان او يو شميرنورلوړ پوړي دولتي چارواكي هم پكي ليدل كيږي .

او دشخصي كورونو دوكانونوسربيره په هلمند كي په يو شميردولتي ادارو باندي هم ولسمشري اوولايتي شورا ته د نوماندو تصويرونه ليدل كيږي  چي دا هغه څه دي چي دقانون او د ټولټاكنو د خپلواك كميسون څخه سرغړونه ده خو ډيري كسان چي دهيلي په تمه ناست دي هغه هم پوهيږي چي دټولټاكنو خپلواك كميسون هم دومره واك نه لري چي دداسي كارونو مخه دي وه نيسي او يا دي هم رسنيو ته په ډاګه سره ووايي چي دا كارونه د قانون څخه سرغړونه ده.

كه چيري په هيوا د كي ډيموكراسي ،دبيان ازادي او خپلواكي وجود لري نو هيله ده چي  اړونده اداره دي دداسي كارونو دمخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته كړي  ترڅو دبي قانو ني او بي عدالتي ټغر په هيوادكي را ټول شي

په درنښت د هيله جريدي اداره

  نوشته شده در  شنبه دهم مرداد 1388ساعت 9:31  توسط دافغان ښوځوانانو ملي ټولنه   | 

په نيږدي راتلونكي كي به بريښنافعاله شي

دپښتو مشهوره متل دي چي وايي ماما ورانه به يي كړي ودانه به يي نه كړي .دهلمند بيچاره اولس هميشه د ژمنو ښكارشوي دي

ددي غيرتي او زړورو شمله دارو خلګو سره هيچا هم وفا ونه كړه تل يي ددوي د پاكو احساساتو څخه ګټه پورته كړه او خپله نيكبختي يي ددو ي په بدبختي كي لټولي ده .

رابه شو اصلي  خبري ته په ډيرو زړو خبرو پسي به نه ګرځو اوه كاله كيږي چي هلمنديانو ته په ځانګړي ډول دلښكرګاه ښار اوسيدونكو ته دغه ويل كيږي چي په نيږدي راتلونكي كي به دبريښنا له سترنعمت څخه برخمن شي خو اخيري ژمنه مي په لښكرګاه ښار كي د بريښنايي يوه لوړپوړي چارواكي څخه پخپله واوريده چي اته ورځي وروسته به د كجكي د بريښنا كارسرته ورسيږي او نور به د لښكرګاه ښار داوسيدونكو ستونزو ته د پاي ټكي كيښودل شي . خو ددي اته ورځو خبره هم  مياشتو ته ورسيده اوبيا هم هغه زړه بابولاله ويل كيږي چي په نيږدي راتلونكي كي به دبريښنا څخه برخمون شي 

زه نه پوهيږم چي دنيږدي راتلونكي څخه ددوي مطلب كوم قرن دي .

راشي په دي خبرو به هم خاوري واړو دا لا څه كوي چي د هلمند بريښنايي چارواكو لښكرګاه په دوو (۲) برخوويشلي دي يوه برخه يي سپين پوستان او بله يي هم تورپوستان دي .

سپين پوستان څلرويشت ساعته ( ۲۴  ) ساعته بريښنا لري او تورپوستان ددي نعمت څخه محروم دي فقط دورځي په اوږدو كي په ځغاسته يوځلي بريښنا ورته ښكاره كوي چي دادي بريښنا شته او نوريي هم په زخمنو مالګي دوړوي او دا خبره يي هم كلكه نيولي او ټينګاركوي چي موږ په لښكرګاه ښآر كي بريښنا په نوبت كړي ده ښه عدالت او انصاف دي هغه خبره رښتاده چي وايي كه څوك تله د انصاف په لاس كي دركړي خپل ټټو او د بل اس به برابركړي .

دا اولس ديرش كاله په وينو كي لمبيدلي دي نورڅه ورڅخه غواړي ددي پرځاي چي پرزخمونو يي پټي كيږدي نوريي هم زوروي

دوه سوه ميليونه ډالره  په دي بريښنا مصرف شوي دي ولي هيڅ بدلون نه پكښي ترسترګو كيږي بيا هم هغه غرهغه كربوړي دي

د ډاكټر نجيب د حكومت څخه بيا تردي مهاله پوري په لښكرګاه ښار كي بريښنا په يوه سيستم روانه ده په پخواني حكومتونوكي به په عسكري قطعاتو كي لوي متل وو چي ترتله برقراردي خوردظابت هغه به يي په دي خاطرويل چي خوردظابت په ترفيع نه كوله نو ځكه به يي دا خبره كوله خو هغه خورد ظابت هم اوس ترفيع كوي ولي زموږ د لښكرګاه بريښنا او سهم په هغه زاړه سيستم روانه ده نوراشي چي پخپل زړو  څراغونوكي په ډيردرناوي سره د تيلو څخه ډك او خپله استفاده ورڅخه شروع كړو

زه پوهيږم چي داوړي نه شړي كيږي نوربه په ژمنو نه غوليږو حالت به دنيږدي څخه څارو چي څه كيږي هغه د پښتو متل مي بيا راپه زړه شو چي وايي علت وركيږي خو عادت  نه وركيږي  ددي خوارانو او س ژمني  عادت ګرځيدلي دي چي دغه هم ونه وايي نو څه ووايي خو موږ به هم خپل قلم نور په جيبونو كي نه ساتو چي هرڅه وينو او هغه به ليكو لكه چي وايي چي ته مي بزي وهه او زه به دي روژي وهم

ليكنه  عبدالتوب  قريشي  هلمند

  نوشته شده در  شنبه دهم مرداد 1388ساعت 9:31  توسط دافغان ښوځوانانو ملي ټولنه   | 

پوليس دټولني  خدمتګار

پوليس  په يوه ټولنه كي داسي  اهميت لري  لكه څرنګه چي په يوه هيوادكي دهغي ټولني  مشر وي  كه چيري  په يوه تولنه كي مشر ان خراب  او يا هم دكوردساتني  هيڅ  پاملرنه ونه كړي  نو دكورني  ماشومان به په راتلونكي كي دخپل كوردساتني  لپاره څه ترسره كړي  ګرانو هيوادوالو او دهلمند ولايت اوسيدونكو  او ګرانو پوليسو له تاسي  څخه هيله لرو چي دهيواد راتلونكي ساتنه ستاسو په لاس كي ده هيله ده ګرانو هيوادوالو چي تاسي خپل كورني هيڅكله بيګانه كس  پري نه ږدي  ترڅو كورته داخل او دكورني  غړي په تنګ كړي  ايي پوليسه تا چي خپل سرترخپل وطن  قربان كړي  نو ته د خپل سرساتنه هم وكړه او هغه داده چي ته تل بيداره وه اوسه  ترڅو پوري  ستا له سترګو څخه  دي هيوادته يوه توره سايه هم تيره نه شي  چي ستا مور،پلار،خوراو وړونه دي بي خوبه او ناكرارنشي دهغوي دخوب ساتلو او ددعا او كومك لپاره يواځي خپل  دهيوادساتنه ،ځان بيداره كړه او ددي هيواد څخه داوردلمبي  مخه ونيسه .

ليكنه   ص   ف   هلمند

لمړي  مخ

  نوشته شده در  شنبه دهم مرداد 1388ساعت 9:30  توسط دافغان ښوځوانانو ملي ټولنه   | 

غزل

د تورو سترګو د الچک او زولنې څه وځم

نشه نشه يم ورو په ورو به له نشې څه وځم

ليونى نه يم چي اسمان ستورو ته شمير لټوم

زړو قبرو کي را روان يم هديرې څه وځم

د مازديګر د لمر په شاني په نخرو په پناسوې

لکه وړانګه درپسي ځم د تاريکې څه وځم

لکه شبنم د زړه پر ګل باندي دي و وريدم

اوس لکه دود په ناکامي دي له سينې څه وځم

ځکه بندي يم د احسان په تار يې يم تړلى

کنه پښتون يم د فولاندو پنجرې څه وځم

لکه ښامار غوندي د غم په خزانو پسي ځم

ستا په محفل کي د سرو شونډو له کيسې څه وځم

ته د سپوږمۍ سپيني رڼا پسي روانه سولې

زه هم رڼا يمه د اور له سرې لمبې څه وځم

داسي درځم لکه نسيم چي سحرګا را درومي

لکه خزان داسي دي بيرته له کوڅې څه وځم

وعده يې وکړه په هغه شېبه يې ماته کړله

لکه پاڅون غوندي بۀ څنګه له وعدې څه وځم

احمدشاه پاڅون  هلمند

  نوشته شده در  شنبه دهم مرداد 1388ساعت 9:29  توسط دافغان ښوځوانانو ملي ټولنه   | 

په هلمند كي د ناوي نادعلي او مرجي ولسواليو د جنګ جګړو   نه راغلي ډيري خلګ   چي اوس مهال دمركزلښكرګاه په ليرو او پرتو سيمو كي ميشت  دي وايي چي  دوي ته  هيڅ مرستي نه دي رسيدلي  دغه وګړي  د هلمند دكليو او پراختيا  رياست په دي تورنوي وايي چي دوي ته مرستي نه وركوي بلكي يو څو قومي مشرانو ته دا مرستي ويشي .

خدايداد چي د تيرو څلوروهفتوراهيسي په هلمندكي لالهانده په رياستونوګرځيدلي خو هيچاهم ورته د مرستي وعده نه ده وركړي نوموړي له دولتي چارواكو څخه وغوښتل چي دده په شان  له غريبو او بي وسو كسانوسره دي مرسته وكړي .

په هلمند كي د مهاجرينو ريس  غلام  فاروق نورزي وايي چي دا مهال د هلمند ولايت ته  له جنګ جګړو نه ۲۵۰۰ كسان  اوس مهال بي ځايه شوي او مركز لښكرګاه ته راغلي دي 

نوموړي وايي چي  اوس مهال يواځي دتيرو څوورځو راهيسي لښكرګاه ته د باباجي دسيمي   ۲۵۰  بي ځايه شوي كورني راغلي دي

د مهاجرينو ريس هغه سروي  چي د بي ځايه شوو لپاره دمرستو په اړه ترسره كيږي  ناسمه بولي او وايي چي  هيڅكله سروي نه كيږي  يواځي هغه كسانو ته دا مرستي رسيږي  چي هغوي مستحق  نه دي د كليو او پراخيتا ريس  محمد عمر قانع وايي چي هغه سروي  چي ددوي له لوري كيږي يواځي  په مركز لښكرګاه ښار په شاوخوا سيمو  كي ترسره كيږي

قانع وايي چي  هغه كسان چي ددوي له سروي نه پاتي كيږي .........

اوسيدونكي دي ددده په وينا چي د مهاجرينورياست  نماينده هم له دوي سره په همدي  سروي كي وجود لري .

د قانع په وينا هغه تورونه بي بنسټه دي چي ډيري كسان وايي چي دا مرستي يواځي څو قومي مشران ترلاسه كوي نوموړي وويل چي تيره ورځ يي د هلمند ولايت د ناوي ولسوالي له ۶۰۰ كورنيو سره د مهاجرينو رياست سره يوځي د نړيوالي خوراكي سازمان له لوري  د جنګ جګړو له امله بي ځايه شوو كورنيوسره  ترسره كيږي.

په هلمند كي دتيرو څو كلونو د جنګ جګړو له امله ويل كيږي چي په زرګونود ليري او پرتو سيمو ډيري خلګ مركز لښكرګاه ښار ته راكډه شوي دي .

د هلمند دمهاجرينو ريس وايي چي اوس مهال څه كم لس زره بي ځايه شوي كورني په مركز لښكرګاه ښار كي ميشت دي چي ډيري يي د جنګ جګړو له امله دلته راغلي دي.

په هلمند كي بي ځايه شوي   اوسيدونكي په داسي حال كي  له قومي مشرانو اودولتي چارواكو نه سرټكوي  چي اوس مهال په هلمند كي د روانو عملياتو له امله ډيري كسان  مركز لښكرګاه ښار ته كډه شوي اووايي چي دروغتيايي ستونزو سره سره له خوراكي توكوسره سخت لاس او ګريوان دي .

د ډيري سيمو اوسيدونكي دي ددده په وينا چي د مهاجرينورياست  نماينده هم له دوي سره په همدي  سروي كي وجود لري .د قانع په وينا هغه تورونه بي بنسټه دي چي ډيري كسان وايي چي دا مرستي يواځي څو قومي مشران ترلاسه كوي نوموړي وويل چي تيره ورځ يي د هلمند ولايت د ناوي ولسوالي له ۶۰۰ كورنيو سره د مهاجرينو رياست سره يوځي د نړيوالي خوراكي سازمان له لوري  د جنګ جګړو له امله بي ځايه شوو كورنيوسره  ترسره كيږي.

په هلمند كي دتيرو څو كلونو د جنګ جګړو له امله ويل كيږي چي په زرګونود ليري او پرتو سيمو ډيري خلګ مركز لښكرګاه ښار ته راكډه شوي دي .

د هلمند دمهاجرينو ريس وايي چي اوس مهال څه كم لس زره بي ځايه شوي كورني په مركز لښكرګاه ښار كي ميشت دي چي ډيري يي د جنګ جګړو له امله دلته راغلي دي.

په هلمند كي بي ځايه شوي   اوسيدونكي په داسي حال كي  له قومي مشرانو اودولتي چارواكو نه سرټكوي  چي اوس مهال په هلمند كي د روانو عملياتو له امله ډيري كسان  مركز لښكرګاه ښار ته كډه شوي اووايي چي

دروغتيايي ستونزو سره سره له خوراكي توكوسره سخت لاس او ګريوان دي نوموړي د هلمند له والي محمد ګلاب منګل اونورو لوړپوړودولتي چارواكو څخه  غوښتنه كوي چي دبي ځايه مرستو مخه دي ونيسي او دوي هيله كوي چي ترڅو پوري خپله  غريب او بي وسه كسان نه وي ورپيژندل شوي  له قومي مشرانو سره دي ددوي په نامه هيڅ مرستي نه كوي.

  نوشته شده در  شنبه دهم مرداد 1388ساعت 9:29  توسط دافغان ښوځوانانو ملي ټولنه   | 

د هلمند ولايت د سنګين ولسوالي ډيري اوسيدونكي  په دغه سيمه كي ترټولولمړي دامنيت  غوښتنه كوي

په دغه سيمه كي د ځاي اوسيدونكو په وينا  ډيري واك وسلوال طالبان لري د همدي سيمي ډيري اوسيدونكي وايي چي په سيمه كي ترټولولمړي دامنيت غوښتونكي دي محمد لعل چي دسنګين ولسوالي  كي يو ډوډي پخونكي دي ولسوالي ته يي نيژدي كوردي  له افغان دولت څخه ترټولولمړي دامنيت غوښتنه كوي د نوموړي په وينا چي هره ورځ په دغه سيمه كي جګړي دي ته اړ كړي دي ترڅو له دي ځاي نه نورو هيوادونو ته كډه وكړي

د سنګين ولسوالي كي اوس مهال افغان ملي اردو اوملي پوليسو ترڅنګ په دغه سيمه كي  بريتانوي سرتيري هم ميشت دي د سنګين ولسوالي  ولسوال حاجي  فضل حق  هم دا مني چي په دغه سيمه كي امنيت نشته نوموړي وايي چي اوس مهال دملي اردو ترڅنګ ډيرلز پوليس په دغه سيمه كي شته نوموړي وايي كه چيري ملي پوليس زيات شي دنوموړي په وينا چي په سيمه كي به امنيتي ساحه ترډيره حده پوري پراخه  شي دده په وينا چي اوس مهال يواځي څو كيلومتره سيمه ددوي په واك كي ده

دسنګين ولسوال ديوي پوښتني په ځواب كي دا ومنل چي دسنګين ولسوالي زياته برخه ددوي په واك كي نه ده هغه وايي چي په ليرو سيموكي افغان دولت هيڅ واك نه لري

بل خوا د بريتانيا ددفاع وزير باب اينزوارتهه babainswarth هم سنګين ولسوالي ته تللي وو نوموړي د خپل سرتيروسره دليدني كتني نه وروسته دګوتو په شمير دسنګين ولسوالي له خلګو سره وكتل نوموړي وويل چي دوي هڅه كوي ترڅوپه دغه سيمه كي ترټولو لمړي  امنيت راولي

دده په وينا كه چيري امنيت راويستل شي نودوي به هڅه وكړي ترڅو ديري خلګو لپاره دتجارت لاره هواره كړي اودبيارغوني پروژي هم په دغه سيمه كي پلي كړي ترڅو دسنګين ولسوالي د خلګو اقتصادي وضعه جګه شي

((زموز هدف په هلمند كي ديوه ښه امنيت راويستل دي او په خاصه توګه سره به په  سنګين ولسوالي كي امنيت تامين كړو زموږدټولو سرتيرو دا ژمنه ده ترڅو پوري ديوه ګډهدف لپاره  كاروكړو او دخلګو په ژوندكي تغيرراولو او په همدي سيمه كي دبيارغوني او دخلګو دټيټ اقتصاد لوړلولپاره لاره هواره كړو ))

دسنګين ولسوالي چي له مركز لښكرګاه ښارنه شمال ته پرته ولسوالي ده په دغه سيمه كي تل پرافغان او بهرنيو ځواكونو باندي وسلوال طالبان بريدونه كوي چي د هلمند له ناارامو ولسواليو څخه شميرل كيږي

۷ مخ  

  نوشته شده در  شنبه دهم مرداد 1388ساعت 9:28  توسط دافغان ښوځوانانو ملي ټولنه   | 

 په  دي اواخروكي دايتلافي ځواكونو عمليات په هلمندولايت كي ډيرسوي دي نو هتماددي سره سره جوخت يي په هلمند كي ددوي دالوتكو يو لړ پروازونه ددي  عملياتو سره ډيرسوي دي

ددي ولايت يو شمير ځاي اوسيدونكي ددوي له دو الوتنو څخه سرټكو ي او وايي چي اوس مهال كه څه هم په هلمند كي د ګرمي موسم دي نوله  يوي خوا څخه دالوتكو د پروازونوډيريدل او له بل لوري څخه په هلمند كي د بريښنا نه شتون هغه څه دي چي يو شمير خلګ ورسره لاس او ګريوان دي

 بل لوري ته  دالوتكو دډيرو كيناستلو او پورته كيدلو سره په سيمه كي يو لړ روحي ناروغي هم دلښكرګاه ښار يانو پيداكړي دي چي هغه  عبارت دي له بي خوبي اظطراب ،وسوسه ،سردردونه او يو لړ نوري رواني ناروغي  ورسره ملګري دي

په هغه سيمو كي چي له وسلوالو سره جګړه نه وي نو دداسي  الوتكو كښته تيرول او يا ژرژرپورته كول يو شمير ماشومان ويروي   كه چيري يوه ښځه  حمل ولري يعني ماشوم يي په نس وي نود دي الوتكو له كښته تيرولو او يا د شپي لښكرګاه ته په ژرژرراتګ سره دموراو ماشوم ځيني ناروغي رامنځ ته كوي او دداسي ماشومانو چي عمريي دمورپه نس كي وي هيڅكله ژوندي نه پاتي كيږي هغه مري او دمورژوند له ګواښ سره مخ كوي

نو له يوشمير دولتي او بهرنيو ځواكونو څخه هيله لرو چي دداسي پيښو دمخنيوي په موخه دي چټك ګامونه پورته كړي ترڅو داسي نه شي چي دهلمند بي وسه اولس له نوروګواښونو سره هم مخ شي ځكه چي دا هغه خلګ دي  چي دګرمي په موسم كي يي ځمكه نالي او اسمان يي تلتك وي    

    ليكنه محمدداود   نورزيي

 ۷ مخ

  نوشته شده در  شنبه دهم مرداد 1388ساعت 9:27  توسط دافغان ښوځوانانو ملي ټولنه   | 

د هلمند ولايت د سنګين ولسوالي ډيري اوسيدونكي  په دغه سيمه كي ترټولولمړي دامنيت  غوښتنه كوي

په دغه سيمه كي د ځاي اوسيدونكو په وينا  ډيري واك وسلوال طالبان لري د همدي سيمي ډيري اوسيدونكي وايي چي په سيمه كي ترټولولمړي دامنيت غوښتونكي دي محمد لعل چي دسنګين ولسوالي  كي يو ډوډي پخونكي دي ولسوالي ته يي نيژدي كوردي  له افغان دولت څخه ترټولولمړي دامنيت غوښتنه كوي د نوموړي په وينا چي هره ورځ په دغه سيمه كي جګړي دي ته اړ كړي دي ترڅو له دي ځاي نه نورو هيوادونو ته كډه وكړي

د سنګين ولسوالي كي اوس مهال افغان ملي اردو اوملي پوليسو ترڅنګ په دغه سيمه كي  بريتانوي سرتيري هم ميشت دي د سنګين ولسوالي  ولسوال حاجي  فضل حق  هم دا مني چي په دغه سيمه كي امنيت نشته نوموړي وايي چي اوس مهال دملي اردو ترڅنګ ډيرلز پوليس په دغه سيمه كي شته نوموړي وايي كه چيري ملي پوليس زيات شي دنوموړي په وينا چي په سيمه كي به امنيتي ساحه ترډيره حده پوري پراخه  شي دده په وينا چي اوس مهال يواځي څو كيلومتره سيمه ددوي په واك كي ده

دسنګين ولسوال ديوي پوښتني په ځواب كي دا ومنل چي دسنګين ولسوالي زياته برخه ددوي په واك كي نه ده هغه وايي چي په ليرو سيموكي افغان دولت هيڅ واك نه لري

بل خوا د بريتانيا ددفاع وزير باب اينزوارتهه babainswarth هم سنګين ولسوالي ته تللي وو نوموړي د خپل سرتيروسره دليدني كتني نه وروسته دګوتو په شمير دسنګين ولسوالي له خلګو سره وكتل نوموړي وويل چي دوي هڅه كوي ترڅوپه دغه سيمه كي ترټولو لمړي  امنيت راولي

دده په وينا كه چيري امنيت راويستل شي نودوي به هڅه وكړي ترڅو ديري خلګو لپاره دتجارت لاره هواره كړي اودبيارغوني پروژي هم په دغه سيمه كي پلي كړي ترڅو دسنګين ولسوالي د خلګو اقتصادي وضعه جګه شي

((زموز هدف په هلمند كي ديوه ښه امنيت راويستل دي او په خاصه توګه سره به په  سنګين ولسوالي كي امنيت تامين كړو زموږدټولو سرتيرو دا ژمنه ده ترڅو پوري ديوه ګډهدف لپاره  كاروكړو او دخلګو په ژوندكي تغيرراولو او په همدي سيمه كي دبيارغوني او دخلګو دټيټ اقتصاد لوړلولپاره لاره هواره كړو ))

دسنګين ولسوالي چي له مركز لښكرګاه ښارنه شمال ته پرته ولسوالي ده په دغه سيمه كي تل پرافغان او بهرنيو ځواكونو باندي وسلوال طالبان بريدونه كوي چي د هلمند له ناارامو ولسواليو څخه شميرل كيږي

۷ مخ  

  نوشته شده در  شنبه دهم مرداد 1388ساعت 9:26  توسط دافغان ښوځوانانو ملي ټولنه   | 

يو ساندويچ  په اته لکه ډالر تمام شو
بريتانوي ورځپاڼه ډيلي ټيلګراف ليکي چې د ټوني سکاټ په نامه يو شپږپنځوس کلن بريتانوي چې له کاسټولډ سيمې څخه د لندن په لور روان و په لاره کې يې موټر ودراوه او د کابو دريو ډالرو په ارزښت يو ساندويچ يې واخيست خو کله چې بيرته خپل موټر ته ورغي د موټر شيشه ماته شوې وه او له موټره غله دده بکس وړي وو.شپږ پنځوس کلن سکاټ وايي چې په بکس کې يې د پنځه ديرشو کلونو د خواريو پانګه وه چې پکې غمي او سره زر و او ارزښت يې تر اته لکه ډالرو زيات و.

ښاغلي سکاټ زياته کړه چې د دريو ډالرو سودا زما د ژوند ټوله خواري وخوړه. سکاټ د ساندويچ پر سودا دوې دقيقې تيرې کړې وې او د پوليسو په وينا داسې ښکاري چې دي چا تعقيباوه.

 دريم مخ

ورځني کار انسانان ستړي کوي او ارواپوهان په دې باور دي چې دوامداره کارونه انسانانو ته عصبي او عضلي ستونزې پيدا کوي داسې چې ژر په قهر کيږي او د عضلاتو نرمښت يې هم کميږي.

چې دغه دوه علته يا يو ددغو د وينې د فشار د لوړوالي باعث کيږي او ډول ډول عصبي ناروغۍ انسان ته پيدا کوي.په جرمني کې د نفسياتو د علومو ډاکټر لوتس هيرتېل رسنيو ته وويل چې ددغو ستونزو د مخنوي لپاره بايد په کور کې څوک استراحت وکړي هيرتېل د دې استراحت په اړه وايي  چې يو سړي چې کله له کاره کور ته ځي داسې دې وکړي چې مثلا چاي دې وڅښي خو چاي دې له بله نه غواړي په خپله دې دم کړي يا دې ولامبي يا دې غلې موسيقي واروي البته هرڅه که کوي غوره داده چې په خپله يو څه وکړي له بله مرسته ونه غواړي او داسې واړه کارونه د انسان ستړيا له منځه وړي او د سترګو په رپ کې تاثير کوي.د جرمني ډاکټر په وينا هغه څه چې انسان په خپله کوي د ارواپوهنې له مخې هغه انسان ته خوند ورکوي او دغه خوند دده عصاب ارامه وي.د نفسياتو يو بل جرمني ډاکټر يوهانس شولتس بيا د عصبي فشار د له منځه وړلو لپاره وايي چې ښه لاره داده چې يو سړي اوږد وغځيږي يوه جمله بيا بيا تکرار له ځان سره ووايي. مثلا ووايي ښي لاس مې دروند دي، ښي لاس مې دروند دي...

تر هغو دا جمله تکرار کړي چې احساس وکړي چې همدغه لاس چې يادوي دغه دروند شو داسې چل له دوهم لاس سره وکړي بيا له ښۍ پيښې او بيا له کيڼې يوې سره او په دې ډول به له عصبي فشار څخه وژغورل شي. ددغه تمرين لپاره ډاکټر شولتس د ارام ځاي د موندلو غوښتنه کوي يعني داسې ځاي بايد دا تمرين ونه شي چې هلته غالمغال وي يا د يو شي غږ وي.

 دريم مخ

استراليا د ډاينسور د درې نويو ډولونو د کشف اعلان کړي دي چې په دغو دريو ډولونو کې يو د ډاينسورانو تر ګردو پخوانيو کشف شويو ډولونو ستر دي.

ډاينسور هغه عظيم حيوانات دي چې په لسګونو ميليونه کاله مخکې يې پرمځکه ژوند کاوه او تر اوسه چې د ډاينسور کومې پاتې شونې موندل شوي دي داسې څرګنديږي چې هيڅ بل حيوان دومره لوي او ستر نه و او نه دي.د استراليا د علومو د څانګې مشر جان لونګ رسنيو ته څرګنده کړې ده چې يوې څيړونکې ډلې د دوو هغو ډايناسورونو ډولونه پيدا کړي دي چې نباتات به يې خوړل او يو هغه ډول دي چې غوښه به يې خوړه او داسې ښکاري چې دوي ۸۹ ميليونه کاله مخکې ژوند کاوه.

ښاغلي لونګ وويل چې د نويو کشف شويو ډايناسورونو له پاتې شونو ښکاري چې ددوي غاړې تر پخوانيو ډايناسورونو اوږدې دي او دې کشف دې ته لاره هواره کړه چې په استراليا کې بايد د ډايناسورانو        څيړنه  جدي شي.

د دغو دريو نويو ډايناسورانو کشف د هغو کيندونو په ترڅ کې شوي دي چې د ډايناسورانو د وخت د موزيم او د طبيعي لرغوني موزيم له لورې د استراليا په شمال لويديځ ولايت کوينزلنډ کې وشو. 

څيړونکو رسنيو ته وويل چې غوښې خوړونکي ډايناسور تيز سفر کاوه، په هرې پښې کې يې درې لوي نوکان لرل چې پر کوم حيوان به ولګيدل هغه به يې له کاره اچاوه همداراز يې په لاسونو کې درې ښکر ته ورته نيشونه لرل او مټي يې هم غښتلې وې.

 هيله  جريده د نړي  نوي معلومات تاسي ته وړاندي كوي

  نوشته شده در  شنبه دهم مرداد 1388ساعت 9:26  توسط دافغان ښوځوانانو ملي ټولنه   | 

په عمومي توګه  نس ناستي پردوه برخو ويشو

۱:چټكه ناس ناستي

۲: دوامداره يا مزمنه نس ناستي

پدي ټوك د جريدي كي  غواړو لومړي قسم نس ناستي يا چټكه  تشريح كړو

چټكه نس ناستي (  Acute diarrhea)

پيژندنه  :- په يوه ورځ كي دري يا ترهغه زياته  ځلي  د موادو غايطه وو ته تګ نس ناستي ويل كيږي

دي نس ناستي ته ځكه چټكه نس ناستي ويل كيږي چي يودم  مينځ ته راځي او ډيرژر خپل ځلي يا دفعات زياتوي دانس ناستي كه ژر تداوي نه شي په يوه انسان كي ډيرژر خطرناك حالت راوړي په ځانګړي ډول په ماشوم كي ډيره ځلي چټكه مړينه رامنځ ته راوړي او ماشوم د مرګ سره مخامخ كوي ددي لپاره چي ددي ناروغي په تشخيص كي لا ښه معلومات  ترلاسه كړو او يوه كورني دخپلو غړو يا ماشومانو په اړه ددي ناروغي په مقابل كي لاښه پوه كړو نو بايد ددي ډول نس ناستي په ډولو نو ،نښو نښانو لاملونه او هم د هغوي دتداوي او مخنيوي په لارو چارو باندي بايد په لاندي ډول سره وږغيږو ددي ډول نس ناستي ډولونه

خفيف ياسپك شكل :- دري يا څو واره مواد غايطه  كول په ورځ كي

۲: متوسط يامنځني شكل:- څلوريا ترهغه ډيرځلي مواد غايطه كول چي ورسره موضعي نښاني لكه ،دنس دردونه خواګرځي او د كولمو تاوو

۳:شديد يا سخت شكل :- څلور يا ترهغه ځلي د مواد غايطه وو كول چي د څټي يا بدن د عمومي نښانو سره لكه تبه ،لړزه اود بدن د اوبو كمښت ملګري وي .

دناروغي د پيژندني لپاره لاندي نښي بيانوو

اعراض   symptoms

ناروغ د چټكي نس ناستي  د شتون په وخت كي ،خواګرځي كانګي  استفراقات ،دګيډي يانس خوږ،تبه او اسهال سره ملګري وي داسي حالت كي به نس ناستي اوبلنه يااوبه لرونكي او يا هم ويني لرونكي وي چي حالتونه دانتان يا مكروب دنوعي سره تړاو لري.

علايم   sign

دانښي  د طبيب  يا ډاكټر په واسط ليدل كيږي چي په لاندي مادو باندي تكيه لري

.

هضميږي دمثال په توګه ښوروا

۲- دميوي جوس ،اچار،يخ مشروبات ډيرځلي وركول شي

۳-دناروغ كولمو ته بايد استراحت وركول شي او ددي مقصد لپاره بايد فاپيرلرونكي غذا،شجم يا غوړ لرونكي خواړه ،دشيدو محصولات كافين او ا لكول لرونكي خواړو څخه ډډه وشي

۲- دبدن د اوبو پوره كول

۱:- او ار ايس وركول چي داوبو ازارنه اسانه او ژر لاسته راوړونكي توكي دي دداسي ناروغانو لپاره وړ خوراك دي مايعات بايد له ۲۰۰ څخه تر۵۰ ملي ليتره دانسان په هركيلو ګرام كي وزن بايد وركړل شي

۲:- دويني د رګ له لاري مايعات :- دامايعات په ډيرشديد سا سخت حالت كي وركول كيږي ،نارمل سالين او رنګرليكټيټ سيرومونه د څټي يا بدن داوبو او الكترولايتونو دمعاوض لپاره وركول كيږي او د ګلو كوزيا ډيكسټروز سيروم څخه بايد ډډه وشي .

۳:- په دريم قدم كي بايد د نس ناستي ضد درمل توصيه سي خاصته هغه ناروغانوكي چي په سپك يا منځني حالت دناروغي اخته وي دادرمل ناروغ اراموي خو دادرمل بايد په وينه لرونكي نس ناستي كيورنكړل شي دا درمل هم تبه او هم زهري حالت دي.

سختوني يا ددرمل عبارت دي له cap  imodiumnng )lopremide چي په اول سركي ناروغ ته ۴ملي ګرامه وركول كيږي او په تعقيب يي دهرواري غايطه موادو كولو سره ۲ملي ګرامه وركول كيږي خوپه يوه ورځ او شپه كي بايد تر۱۶ ملي ګرامه  اضافه ورنكړل شي .

۴:- څلرم پړاو ددرملني دمكروب  ضد درمل په غاړه اخلي ددي ناروغي ضد درمل عموماپه هغه حالت كي چي دناروغي مسوليت باكتريا ګاني په غاړه اخلي په داسي حالت كي مناسب درمل ورته   ciprofloxacin 500mg د ورځي دوه ځله او همدارنګه metrendazole 500mg _250mg_په ۲۴ ساعته څلورځلي اخيستل كيږي .

وقايه يا مخنيوي

ددي ناروغي دمخنيوي لاري تردرملني ډيري مهمي او اساني دي په لومړي سركي بايد ټول كسان دپاكو اوبو او پاكو خوړو او پاكو ميوو څخه ګته واخلي او هيڅكله بايد دناپاكو ويالو ،څاګانو ډنډونو اوبه وه نڅښي

-دناروغ عمومي وضيعت يا حالت

 -دماغي وضيغت

 -دوجودداوبو كمښت چي ښكارندويه دوچي  خولي ،دوچ پوست ،دبولوكمښت ضعيفي  تخرشيت او لويدلو سترګودي

 -دګيډي په معاينه كي بايد دلاس سره دهغي حساسيت او دنس د پردي چرګي حالت ليدل كيږي

- دڅټي ياوجود تيزابي حالت علايم په ځانګړي ډول په ماشومانو كي ليدل كيږي

دناروغ تداوي

څارنه

خواړه ناروغ ته بايد  هغه خواړه وركول شي چي اسانه جزب او هضميږي دمثال په توګه ښوروا

۲- دميوي جوس ،اچار،يخ مشروبات ډيرځلي وركول شي

۳-دناروغ كولمو ته بايد استراحت وركول شي او ددي مقصد لپاره بايد فاپيرلرونكي غذا،شجم يا غوړ لرونكي خواړه ،دشيدو محصولات كافين او ا لكول لرونكي خواړو څخه ډډه وشي

۲- دبدن د اوبو پوره كول

۱:- او ار ايس وركول چي داوبو ازارنه اسانه او ژر لاسته راوړونكي توكي دي دداسي ناروغانو لپاره وړ خوراك دي مايعات بايد له ۲۰۰ څخه تر۵۰ ملي ليتره دانسان په هركيلو ګرام كي وزن بايد وركړل شي

۲:- دويني د رګ له لاري مايعات :- دامايعات په ډيرشديد سا سخت حالت كي وركول كيږي ،نارمل سالين او رنګرليكټيټ سيرومونه د څټي يا بدن داوبو او الكترولايتونو دمعاوض لپاره وركول كيږي او د ګلو كوزيا ډيكسټروز سيروم څخه بايد ډډه وشي .

۳:- په دريم قدم كي بايد د نس ناستي ضد درمل توصيه سي خاصته هغه ناروغانوكي چي په سپك يا منځني حالت دناروغي اخته وي دادرمل ناروغ اراموي خو دادرمل بايد په وينه لرونكي نس ناستي كيورنكړل شي دا درمل هم تبه او هم زهري حالت دي.

سختوني يا ددرمل عبارت دي له cap  imodiumnng )lopremide چي په اول سركي ناروغ ته ۴ملي ګرامه وركول كيږي او په تعقيب يي دهرواري غايطه موادو كولو سره ۲ملي ګرامه وركول كيږي خوپه يوه ورځ او شپه كي بايد تر۱۶ ملي ګرامه  اضافه ورنكړل شي .

۴:- څلرم پړاو ددرملني دمكروب  ضد درمل په غاړه اخلي ددي ناروغي ضد درمل عموماپه هغه حالت كي چي دناروغي مسوليت باكتريا ګاني په غاړه اخلي په داسي حالت كي مناسب درمل ورته   ciprofloxacin 500mg د ورځي دوه ځله او همدارنګه metrendazole 500mg _250mg_په ۲۴ ساعته څلورځلي اخيستل كيږي .

وقايه يا مخنيوي

ددي ناروغي دمخنيوي لاري تردرملني ډيري مهمي او اساني دي په لومړي سركي بايد ټول كسان دپاكو اوبو او پاكو خوړو او پاكو ميوو څخه ګته واخلي او هيڅكله بايد دناپاكو ويالو ،څاګانو ډنډونو اوبه وه نڅښي

ليكنه : ډاكټرمحمد طاوس اشرف ((نادري))

۴ صفحه  

  نوشته شده در  شنبه دهم مرداد 1388ساعت 9:23  توسط دافغان ښوځوانانو ملي ټولنه   | 
 
  POWERED BY BLOGFA.COM